د پنجاب اسمبلۍ سپيکر سبطين خان په پنجاب کې د انتخاباتو د نېټې ټاکلو لپاره صدر عارف علوي ته خط ليکلی چې د هغې نقلونه چيف اليکشن کمشنر او د پنجاب ګورنر ته هم لېږل شوي دي

0
84

باغي ټی وی رپورټ
لاهور: د پنجاب اسمبلۍ سپيکر سبطين خان په پنجاب کې د انتخاباتو د نېټې ټاکلو لپاره صدر عارف علوي ته خط ليکلی چې د هغې نقلونه چيف اليکشن کمشنر او د پنجاب ګورنر ته هم لېږل شوي دي.

د پنجاب اسمبلۍ سپيکر سبطين خان لخوا اولس مشر ته په ليكلي شوي خط كښې وئيلي شوي دي چې د پنجاب اسمبلۍ منحل كولو وروستو مې د پنجاب ګورنر ته اشاره وكړه چې د آئيني دورې په 90 ورځو كښې د انتخاباتو كولو نېټه دې وټاكي۔

نوموړي د پنجاب له ګورنر نه د انتخاباتو د نېټې د ټاکلو غوښتنه هم وکړه، چې په ځواب کې يې د پنجاب ګورنر په خپل ځوابي ليک کې موقف واخيست چې د ده په لاسليک سره اسمبلۍ نه ده منحل شوې، نو د دې لپاره د اساسي قانون پابند نه دی چې نېټه دې ورکړي. د ټاکنو

په خط کې زياته شوې چې د تحريک انصاف په درخواست د لاهور هائي کورټ د ګورنر سره د اليکشن کميشن سره تر مشورې وروسته د انتخاباتو د نيټې ټاکلو حکم جاري کړی او وئيلي يې دي چې د آئيني وظيفو په ترسره کولو کې ناکامي او د عدالت په حکمونو عمل کول ښکاره انحراف دی . له اساسي قانون څخه د انحراف د لارې د بندولو لپاره د دولت د مشر سمدستي مداخله اړینه ده.

سپيکر په خپل خط کې وئيلي دي چې دانتخاباتو قانون 2017 ارټيکل 57(1) تاسو ته دانتخاباتو دترسره کولو اختيار درکوي نو په پنجاب کې دې په سمدستي توګه دانتخاباتو نيټې اعلان کړې شي ترڅو داساسي انحراف مخه ونيول شي.

Leave a reply