سپريم کورټ د پخواني سي سي پي او لاهور غلام محمود ډوګر د تبادلې حکم معطل کړی دی

0
159

باغي ټی وی رپورټ

اسلام اباد: سپريم کورټ د پخواني سي سي پي او لاهور غلام محمود ډوګر د تبادلې حکم معطل کړی دی.

د سپريم کورټ د جسټس اعجاز الحسن په مشرۍ درې کسيزه بينچ دا فيصله وکړه چې د لاهور د پخواني پوليس مشر غلام محمود ډوګر د تبادلې حکم يې معطل کړى دى.

محکمې ویلي چې په پنجاب کې د تقرر او تبادلې مسله د سترې محکمې پنځه کسیزه بنچ ته روانه ده، نگران حکومت د تقررۍ او تبادلې مسله پنځه کسیزه لوی بنچ ته استوي.

د قضیې پس منظر

ياده دې وي چې په پنځم نومبر وفاقي حکومت د هغه وخت سي سي پي او لاهور غلام محمود ډوګر وروسته له هغې معطل کړ چې د پي ټي ايي فعالانو په ګورنر هاؤس حمله وکړه او هغه ته يې د اسټيبلشمنټ ډويژن ته د رپورټ ورکولو هدايت ورکړو.

د وفاق لخوا د معطلۍ باوجود غلام محمود ډوګر د پوسټ چارج نه دې پريښودې ولې هغه خپله معطلي لاهور هائي کورټ کښې چيلنج کړې ده۔

د هغه وخت پنجاب حکومت هم وفاقي حکومت ته د غلام محمود خدمات ورکولو نه انکار کړی وو چې په دې اړه وفاقي حکومت سي سي پی او ته د خبرداري خط هم جاري کړی وو.

خو وروسته دا موضوع سترې محکمې ته ورسېده چې وروسته سترې محکمې غلام محمود ډوګر بېرته پر ځای کړ.

تېره میاشت د جنورۍ پر ۲۳مه په پنجاب کې د سرپرست حکومت له جوړېدو وروسته یو ځل بیا د غلام محمود ډوګر د تبادلې حکم صادر شو.

Leave a reply