په ترکیه کې د فبرورۍ د شپږمې نیټې له زلزلې ۲۴۸ ساعته وروسته یوه ۱۷ کلنه نجلۍ په معجزانه توګه له ملبې څخه ژوندۍ را ایستل شوې

باغي ټی وی رپورټ
په ترکیه کې د فبرورۍ د شپږمې نیټې له زلزلې ۲۴۸ ساعته وروسته یوه ۱۷ کلنه نجلۍ په معجزانه توګه له ملبې څخه ژوندۍ را ایستل شوې .
د يو بهرني خبري اژانس د خبر له مخې د تركيې په قرمان مارش ښار كې د يوه اپارتمان له نړېدو لس ورځې وروسته يوه ۱۷ كلنه نجلۍ ژوندۍ را ايستل شوې چې ويډيو يې هم پر ټولنيزو رسنيو خپره شوې ده.
په ویډیو کې د ژغورنې پرسونل لیدل کیږي چې نجلۍ له کنډوالو څخه د طبي مرستې لپاره امبولانس ته وړي. د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د ترکيې په قرمان مارش ښار کې يوه لس کلنه نجلۍ له ۱۸۳ ساعتونو وروسته ژوندۍ را ايستل شوې وه او په هاتاي ولايت کې هم يوه ۱۲ کلنه نجلۍ له ۱۸۲ ساعتونو وروسته ژوندۍ را ايستل شوې وه.






