د عمران خان لور ټیریان نن سبا خپل زیات وخت،ژوند د عمران خان پخوانۍ میرمن جمایما ګولډسمتهه د لندن په کور کښې تیروي
باغی ټي وي رپورټ
د عمران خان پخوانۍ مېرمنې جمائما چې کله د تېر کال د نومبر په درېیمه نېټه پر عمران خان د وژونکي برید خبر ترلاسه کړ نو د هغې لومړی فکر د هغې او د عمران خان د دوو زامنو سلیمان او قاسم په اړه وو، هغه وایی چې همدارنګه د عمران خان او د هغه سیتا وایټ څخوی لوری ټیریان په اړه هم ډیره اندیښمنه وه، ټیریان خپل ډیری وخت په لندن کې د جمایما په کور کې تیروي.
دا خبره او انکشاف برتانوي خبري وېبپاڼې ډیلي میل کې د جمایما په اړه کړې ده.
ياده دې وي چې د عمران خان خلاف د خپلې مبينه لور د نه څرګندولو په تور د نااهلۍ مقدمې اوریدنه دا مهال د اسلام اباد هائي کورټ په لويه بنچ کښې روانه ده.
په دې لړ کې د جيو نيوز په کيپيټل ټاک پروګرام کې چې کله د سينئر خبريال حامد مير نه دا پوښتنه وشوه چې په ډيلي ميل کې د جمائمه خان دا مرکه د عمران خان دپاره ستونزې پيدا کولی شي نو د اسلام اباد هائي کورټ بار صدر شعيب شاهين په ځواب کې یې وویل چې د ټیریان په اړه د جمایما څرګندونې څه قانوني حیثیت نه لري.