مسکو د افغانستان په اړه د خبرو کوربه توب کوي
مسکو د افغانستان په اړه د خبرو کوربه توب کوي
د افغانستان لپاره د روسیې د ولیمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلووف ویلي چې روسیه به د روانې میاشتې په شلمه نېټه د د افغانستان د خبرو په اړه د نړیوالو کوربه توب کوي.
(2021 / 10 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
د افغانستان لپاره د روسیې د ولیمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلووف ویلي چې روسیه به د روانې میاشتې په شلمه نېټه د د افغانستان د خبرو په اړه د نړیوالو کوربه توب کوي.
رویټرز خبري آژانس د روسیې خبري آژانس له قوله د ضمیر کابلووف دغه څرګندونې کړي دي؛ رویټرز زیاتوي چې ضمیر تر اوسه د غونډې د اجنډا په اړه څه ندي ویلي.
روسیه د تېرې مارچ میاشت کې هم د افعانستان په اړه د غونډې کوربه ؤ چې هغې کې روسیې، پاکستان، چین او امریکا یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړه.
هغه اعلامیه کې افغانستان کې د جنګ له ښکېلو خواوو د اوربند او جنګ د شدت د کموالي غوښتنه شوې وه.
اعلامیه کې همدارنګه له طالبانو غوښتل شوي ؤ چې خپل پسرلني او دوبي عملیات ودروي.
خو له هغه وروسته امریکا او متحدانو یې له افغانستان څخه د خپلو ځواکو پر ویستلو پیل وکړ، طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړ او پایله کې د سبټمر پر ۱۵ نېټه افغانستان د طالبانو لاس ته ولوېدۀ.