منصور احمد د افغان اولس سره د خبیب فاونډیشن مرستو کولو ستاینه کړې ده
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د پاکستان سفیر منصور احمد د خبیب فاونډیشن پاکستان مشر ندیم احمد خان سره ملاقات کړې دې، په ملاقات کښې د بشري مرستو دې سازمان مشر سره د لیدنې په موقع د پاکستان سفیر ددوی د سازمان د افغانانو لپاره د بشري مرستو ورکولو لپاره ددوی ستاینه کړي او ددوی شکریه ی ادا کړې ده.
منصور احمد د خبیب فاونډیشن د مشر د افغانانو سره په دې سخت کښې د مرستو کولو ډیره ستاینه وکړه او زیاته ی کړه چې په نن سبا وخت کښې د افغانستان هیواد جنګ ځپلی اولس ته د بشري مرستو ډیر سخت ضرورت دې او دا کار د خبیب فاوډیشن پاکستان مشرانو په ډیره ښه توګه پیل کړي دې.
یاده دې وی چې د پاکستان سفارتخانه په کابل کښې نن هم پرانستې ده او د افغان اولس لپاره د بشري مرستو په اړ کښې د نړۍ هیوادونو سره په مسلسل اړیکه کښې ده او د ملګری ملتونو او نور هیوادونو حکومتونو نه غوښتنه کوي چې افغان اولس سره په دې سخت وخت کښې مرستې وکړي.
یاده دې وي چې د پاک افغان د همکارۍ د ټولنې له طرف نه هم افغان اولس ته د زمکې او د فضا له لارې بشري مرستې د افغانستان بیله بیلو ولایتونو قندهار، خوست او کابل ته لیږل شوي دي او هلته افغان چارواکو دا مرستې په مستحقو افغان خاندانونو تقسیم کړي دي.
د افغانستان د اسلامی امارت او ددې ولایتونو د ځای اولس او مشرانو له طرف نه د پاکستان حکومت او د پاکستان اولس ډیره شکریه اده شوي چې په دې سخت وخت کښې ی افغانانو ته بشري مرستې راولیږلې.
Met Mr. Nadeem Ahmad Khan Chairman Khubaib Foundation Pakistan & appreciated the humanitarian assistance being coordinated by the Foundation for Afghan people in this hour of need @ForeignOfficePk @FMPublicDiploPK @PakinAfg pic.twitter.com/9j3fJUyoJl
— Mansoor Ahmad Khan (@ambmansoorkhan) October 7, 2021