د پنجاب ګورنر محمد بليغ الرحمان د صوبائي اسمبلۍ انتخاباتو نيټې ورکولو په اړه نن غونډه رابللې ده

0
90

باغي ټي وي رپورټ
لاهور: د پنجاب ګورنر محمد بليغ الرحمان د صوبائي اسمبلۍ انتخاباتو نيټې ورکولو په اړه نن غونډه رابللې ده۔

د لاهور هائي کورټ د فيصلې په تناظر کښې د پنجاب ګورنر يوه غونډه رابللې ده چې پکښې ګورنر هاؤس چيف سيکرټري او آئي جي پنجاب ته هم د خپل ګډون يقيني کولو لپاره خط جاري کړے دے۔

د ليکنې له مخې، د لاهور هايي کورټ د پرېکړې په رڼا کې به د ټاکنو د نېټې په اړه سلا مشورې کېږي.

بل پلو د پنجاب اسمبلۍ انتخاباتو د نیټې ورکولو په اړه د پاکستان د الیکشن کمیشن پلاوی به نن غرمه ۱۲ بجې ګورنر هاؤس کښې د چارواکو سره ملاقات کوي.

دسرچينو ترمخه دانتخاباتو کميشن سيکرټري عمر حميد په مشرۍ کې به وفد گورنر هاوس کې ليدنه کوي.

Leave a reply