د ا.ا.ا په نړیوالو غږ کړی چې نړۍ دې خپلې مرستې د فشار په توګه نه کاروي

0
75

د ا.ا.ا په نړیوالو غږ کړی چې نړۍ دې خپلې مرستې د فشار په توګه نه کاروي

د ا.ا.ا د اکتوبر د اومې نېټې د امریکا د فوځي یرغل د شلمې نېڼې په مناسبت خپارۀ شوي مطلب کې ویلي چې نړۍ دې له افغانستان سره بېلاعوضه مرستې وکړي او مرستې دې د فشار په توګه نه کاروي.

 

 

(2021 / 10 / 7  /  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپو راپور

د ا.ا.ا د اکتوبر د اومې نېټې د امریکا د فوځي یرغل د شلمې نېڼې په مناسبت خپارۀ شوي مطلب کې ویلي چې نړۍ دې له افغانستان سره بېلاعوضه مرستې وکړي او مرستې دې د فشار په توګه نه کاروي.

دغه پیغام کې پر امریکا غږ شوی چې خپلې ستونزې دې د ا.ا.ا له دیپلوماتیکو لارو شریکې او حل کړي، دوی ویلي چې اوس امریکا او د امریکا ولس ته ښکاره معلومه ده چې پر افغانستان فوځي یرغل پرته له مالي او ځاني زیانه بل څه ځان سره نلري.

دوی همدارنګه په ټولې نړۍ غږ کړی  چې د امریکا له ماتې په تجربې پر افغانستان د یرغل سوچ دې له مغزو وباسي او هېڅکله دې افغانستان ته د نظامي راتګ فکر مغزو کې نه ګرځوي.

دغه اعلامیه زیاتوي چې نړۍ دې افغانستان سره بېلاعوضه مرستې وکړي او د ا.ا.ا ته دې د مرستو لپاره هېڅ ډول شرطونه نه وړاندې کوي.

د پیغام پای کې راځې چې افغانان دې پرېښودل شي چې خپل هېواد خپله جوړ او سوکاله کړي.

له نن څخه شل کاله وړاندې امریکا په همدې ورځ ( د اکتوبر ۷) باندې پر افغانستان نظامي یرغل کړی ؤ چې له شلو کلومنو جنګ وروسته له ماتې سره مخ شو.

 

Leave a reply