په پنجاب کې د اوړو کارخانو په ازاد بازار کې د دولتي غنمو د خرڅول پر ضد د اقدام له امله نن د اعتصاب اعلان کړی دی

0
185

باغی ټی وی رپورټ
په پنجاب کې د اوړو کارخانو په ازاد بازار کې د دولتي غنمو د خرڅول پر ضد د اقدام له امله نن د اعتصاب اعلان کړی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د خوراکي توکو د رياست او د اوړو د کارخانو ترمنځ شخړه دوام لري، د کارخانو خاوندانو له دې وړاندې هټيو ته د اوړو رسول بند کړي وو، چې په دغه ولايت کې د اوړو د کمښت وېره شته.

حتی په بازار کې د دولتي اوړو لس کیلو ارزانه کڅوړه هم نه شته، کارخانو هم د سوداګریزو ۱۵ کیلو اوړو عرضه کمه کړې ده.

د خوراک محکمي د سلو نه زياتو اوړو ملونو د غنمو کوټه ځنډولې ده، د خوراک سيکرټري وئيلي دي چي د غنمو په کوټه کښي غبن کوونکې ملونو خلاف به په هر صورت کارروائي کولي شي، بليک ميلنګ کښي به ککړ نه وي او د ميرټ مطابق به عمل کوي۔

د بازار سرچینې وايي چې د اعتصاب له امله د اوړو وضعیت نور هم خرابیږي.

Leave a reply