د پاکستان د خزانې پخواني وزير او د پاکستان تحريک انصاف سينيټر شوکت ترين د کرپشن کيسونو په اړه د ليفټننټ جنرل (ر) فيض حميد د وړانديز تصديق کړی دی

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د خزانې پخواني وزير او د پاکستان تحريک انصاف سينيټر شوکت ترين د کرپشن کيسونو په اړه د ليفټننټ جنرل (ر) فيض حميد د وړانديز تصديق کړی دی.
په يوه مرکه کې شوکت ترين وويل چې ليفټننټ جنرل (ر) فيض حميد هيڅکله نه دي ويلي چې ستاسو مقدمه به ختموي، ده هيڅکله هم چا ته دا نۀ دي وئيلي چې لاړ شي او د هغه طرف دې واخلي.
هغه وويل، فکر نه کوي چې باجوه دا څرګندونې د يوه خبريال په کالم کې کړې وي، خو که يې کړې وي، نو په ښه او سوچه توګه يې نه دي ويلي.
ياده دي وي چي يو خبريال په خپل کالم کښي د پخواني آرمي چيف جنرل (ر) قمر جاويد باجوه په اړه وئيلي وو چي ليفټننټ جنرل (ر) فيض حميد د شوکت ترين د نيب کيسونه ختم کړي وو۔






