د سرحداتو او قبایلو چارو وزیر پکتیا کښې مشرانو سره لیدنه کړې ده
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت د نوی عبوري حکومت سرپرست د سرحداتو او قبایلو چارو وزیر مولا نورالله نوري د یوپلاوي سره د ولایت پکتیا د مرکز سفر کړې ، په دې ولایت کښې نوري د قومي مشرانو او نور مخورو کسانو سره لیدلي او ددې علاقې د خلقو په ستونزاو مسلو ی خبرې اترې کړي دي.
ملا نورالله نوري په پکتیا مرکز او نورو ولسوالیو کښې دیني عالمانو سره کښیناستو او ددوی د ستونز او مسلو نه ی ځان خبر کړ، د سرحداتو او قبایلي چارو وزیر ځای مشرانو او دیني عالمانو ته ډاډ او باور ورکړو چې ددوی د ستونزو د هوارولو پوره پوره کوشش به وکړې شي او دا ستونزې په اړوند ادارو ته ورکړې شي چې د هوارولو لپاره ی ګوټلي ګامونه پورته کړي.
نوري په مشرانو او دیني عالمان غږ وکړو چې دوي د افغانسان اسلامی امارت نوي عبوري حکومت سره مدد او همکاري وکړي چې په افغانستان کښې امن ټینګ شي، دلته خوشحالي راشي او ددې هیواد اولس یو ښه او روښانه ژوند ولري.
یاده دې وی چې د افغانستان اسلامی امارت سرپرست وزیران که په پایه تخت کابل کښې دي یا په نورو ولایتونو کښې ، خپلو وظیفو ته ی دوام ورکړې دي، هره ورځ مقامي مشرانو او د نړۍ هیوادونو نمایندګانو سره ملاقاتونه کوي چې په افغانستان کښې تل پاتې امن قایم شی.
د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملا نورالله نوري د یو پلاوي په مشرۍ پکتیا ته په سفر کې د دغه ولایت د مرکز او بېلابېلو ولسواليو د یو شمېر قومي مشرانو، دیني عالمانو او مخورو ستونزې او غوښتنې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې ستونزې به یې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې کړي. pic.twitter.com/bHkrSSUeGm
— BNA Pashto (@bnapashto) October 6, 2021