په هېواد کې د ډالر د ارزښت تر څنګ د سرو زرو بيه هم په چټکۍ د راټيټېدو په حال کې ده
![](https://pashto.baaghitv.com/wp-content/uploads/2023/02/images-6.jpeg)
باغی ټی وی رپورټ
په هېواد کې د ډالر د ارزښت تر څنګ د سرو زرو بيه هم په چټکۍ د راټيټېدو په حال کې ده.
د آل پاکستان جیمز اینډ جیولرز ایسوسی ایشن ترمخه نن د یو توله سرو زرو په بیه کښې د ۳۳۰۰ روپو کمی راغلی دی.
په ملک کښې د يو توله سره زر يو لاکه 94 زره 700 روپۍ شوے دے.
د ۱۰ ګرامه سرو زرو بیه د ۲۸۲۹ کلدارو په کمېدو سره ۱ لاکه ۶۶ زره ۹۲۴ روپۍ ته رسېدلې ده.
په نړيوالو اسعارو کې د يوانس سرو زرو بيه د دوه ډالرو په لوړوالي سره ١٨٨٢ ډالره ده.