قطر کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست د ایران هیواد سفارت کې د آزادۍ په جوړو شوو مراسمو کې ګډون کړی.

قطر کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست د ایران هیواد سفارت کې د آزادۍ په جوړو شوو مراسمو کې ګډون کړی.
9 فبروري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اړوند قطر کې د اسلامي امارت سفارت په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې یاد هیواد کې میشت د اسلامي امارت د سفارت سرپرست ډاکټر محمد نعیم په دوحه کې د ایران هېواد سفارت په رسمي بلنه د ایران د آزادۍ ورځې لمانځلو په مناسبت ترتيب شويو مراسمو کې ګډون وکړ.
په دې مراسمو کې د قطر هیواد د عدلیی وزیر مسعود بن محمد العامري، ډاکټر فالح بن ناصر آل ثاني د چاپیریال او اقلیم د بدلون وزیر، شیخ فیصل بن قاسم آل ثاني د سوداگرۍ خونې رئیس ګډون کړی وو.
اړوند موضوعات
او همدا راز د بهرنیو چارو او نورو وزارتونو مسئولينو سربیره د بهرنیو هیوادونو او ټولنو سفيرانو او استازو د هغوی کورنيو مدني فعالانو، فرهنګي او اکاډيميکو شخصيتونو او ژورناليستانو هم ګډون کړی وو.





