د کابل – میدان ښار د ۸ کیلومتره سړک د اساسي ترمیم چارې پیل شوې

0
224

د کابل – میدان ښار د ۸ کیلومتره سړک د اساسي ترمیم چارې پیل شوې

د چهارشنبې په ورځ ( د میزان ۱۴ مه) د کابل ښار د کمپنۍ له پُل څخه د میدان ښار په لور د ۸ کیلومتره سړک د ترمیم ( قیرریزي ) چارې د فوائد عامې وزارت د تخنیکي مرستیال سید ادریس میر، د کابل ولایت د فوائد عامې رئیس مولوي محمد هارون او د دې وزارت د یو شمیر تخنیکي رئیسانو په شتون کې د پټۍ په پرې کولو سره پیل شوې.

 

 

(2021 / 10  / 7  نېټه باغي ټلویزیون )

د چهارشنبې په ورځ ( د میزان ۱۴ مه) د کابل ښار د کمپنۍ له پُل څخه د میدان ښار په لور د ۸ کیلومتره سړک د ترمیم ( قیرریزي ) چارې د فوائد عامې وزارت د تخنیکي مرستیال سید ادریس میر، د کابل ولایت د فوائد عامې رئیس مولوي محمد هارون او د دې وزارت د یو شمیر تخنیکي رئیسانو په شتون کې د پټۍ په پرې کولو سره پیل شوې.
د فوائد عامې وزارت تخنیکي مرستیال د دې پروژې د پیل په مراسمو کې وویل: د افغانستان اسلامي امارت د فوائد عامې وزارت د هغو سړکونو او پلونو ترمیم ته لومړيتوب ورکوي چې ‌ډیري برخې یې تخریب شوي دي او د خلکو په تګ راتګ کې یې ستونزې رامنځته کړي دي.
هغه زیاته کړه چې د کابل – میدان ښار ۸ کیلومتره سړک د څه باندې ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د فوائد عامې وزارت او هیواد نګین خصوصي ودانیز شرکت ترمنځ د شوی قرارداد له مخې جوړیږي چې کار به یې په راتلونکي ۳۵ ورځو کې بشپړ شي.
د فوائد عامې وزارت تخنیکي مرستیال همدارنګه وویل: د افغانستان اسلامي امارت له لوري د زابل – میدان وردګو لویې لارې میلینګ کاري او ترمیم، د سالنګ لویې لارې د ۳۰ کیلومتره ترمیم او د د کابل – کندهار د لویې لارې په امتداد کې د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ اړوند د دریو لویو پلونو د ترمیم چارې له وړاندې پیل کړي وې چې دا مهال یې کار دوام لري او د سړکونو د ترمیم او بیارغونې دا لړۍ به د هیواد ټولو ولایتونو ته وغځول شي.
د فوائد عامې وزارت د ساتنې او څارنې معینیت مشاور حافظ منور وویل: د ساتنې او څارنې معینیت له خوا د سړکونو ټولي هغه برخې چې د خلکو په تګ راتګ او د ژمي په موسم کې یې ترانسپورتي ستونزې رامنځته کړي، د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه یې د فوائد عامې وزارت له لوري اساسي پلانونه نیول شوي.
هغه زیاته کړه چې د کابل – میدان ښار سړک ټولټال ۲۴ کیلومتره اوږدوالی لري چې له ډلي یې د ۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې نن پیل شوې او پاته ۱۶ کیلومتره په تخنیکي پړاونو کې دی چې راتلونکي کې به یې عملي کار پیل شي.
په پای کې د کابل ولایت د فوائد عامې رئیس مولوي محمد هارون خبرې وکړي او په ټاکلي وخت، غوره کیفیت، د تخنیکي مشخصاتو مطابق د پروژې له پلي کیدو څخه ډاډ څرګند کړ او د سیمې له خلکو څخه يې د یادي پروژې په تطبیق کې د مرستې غوښتنه وکړه.

Leave a reply