وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي چې ټولټاکنې بايد په يو وخت ترسره شي ځکه چې دوباره ټولټاکنې به په ملک کې ګډوډي رامنځته کړي

باغی ټی وی رپورټ
لاهور: وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي چې ټولټاکنې بايد په يو وخت ترسره شي ځکه چې دوباره ټولټاکنې به په ملک کې ګډوډي رامنځته کړي.
لاهور کښې ميډيا سره خبرو په مهال خواجه سعد رفيق وئيلي دي چې ملک کښې ټولټاکنې دې په يو وخت ترسره شي، دا ممکنه نه ده چې ټول کال په ملک کښې ټولټاکنې وشي.
ده ووئيل چې اسمبلۍ بې دليله د مودې نه وړاندې منحل كړې شوې، آئين د قامي اسمبلۍ د منحل كولو صلاحيت لري، عمران خان د اسمبلۍ منحل نشي كولې۔
وفاقي وزير ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې بايد ټول ولس متحد شي او تحريك انصاف دې اے پي سي كښې ګډون وكړي، دوي دې سنجيدگي وښيي، ټول سياسي ګوندونه دې متحد او د ترهه ګرۍ په ضد کردار ادا كړي۔
هغه زیاته کړه، هېواد له کوم نوي بحران سره مخ نه شي، په هېواد کې ټاکنې باید په یو وخت ترسره شي، د تکراري ټاکنو له امله به هېواد له ګډوډۍ سره مخ شي، که ټاکنې بېلې شي، نور بحرانونه به رامنځته شي.
خواجه سعد وويل داسې حالات نه وو چې دواړه صوبايي اسمبلۍ دې منحل کړل شي، اسمبلۍ په وزيراعلي فشار اچولو سره منحل شوې، اوس په ملک کې نور د ګډوډۍ حالات نۀ شي راتللى.






