اسلامی نړۍ دې د امریکا خوشحالولو په ځای افغان اولس سره مرستې وکړي

0
180

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان خلاصون د عالي شورا ریس مولوي سید اکبر اغا ویلي دې چې نړۍ باید د افغانستان اسلامی امارت حکومت په رسمیت اوپیژنې او د نړۍ اسلامی هیوادونه باید د امریکا حکومت خوشحالولو په ځای افغان اولس سره مرستې وکړي.
دا غونډه چې د شورای په دفتر کښې راجوړه شوي وه په لسګونو عالمانو ، قامي مشرانو پکښې شرکت وکړو، په دې موقع مولوی سید اکبر اغا اوویل او په ګاونډیو هیوادونو ی غږ اوکړو چې افغان اولس سره دې بشري مرستې وکړی ، د افغانستان په داخلي چارو کښې دې لاس وهنه نه کوي او دوی د د افغانستان نوې حکومت او افغانستان په رسمیت اوپیژني.
هغه اوویل چې تاجکستان او نور د افغانستان ګاونډی هیوادونو باید مونږ سره ښې اړیکې ولري او د ښه ګاونډیتون خیال وساتي چې د یو بل په هیواد کښې امن او خوشحالي راشي.
نوموړي د نړۍ هیوادونو او مالی ادارو نه غوښتنه وکړه چې د افغانستان کنګل شوي روپۍ دې آزادۍ کړي چې د افغانستان مالي او اقتصادي ستونزه هواره شي او د ملک وکولې شي چې په ښه توګه د دولتي کارمندانو ته معاشونه ورکړي او نور دولتي چاري په ښه توګه پیل شي او سرته ورسي.
هغه زیاته کړه چې د شلو زرو غلو د بندي کولو نه دا ښه ده چې یو څو کسانو باندې د قرآن قصاص قانون تطبیق شی او هم دغسې به مونږ وکولې شي چې په ملک کښې ښایسته امن و ترقي ولرو.
هغه اوویل چې نوې حکومت د ښځو او نور بشري حقونو ته ژمن دي کوم حقونه چې اسلام شریعت ښځو او نور انسانو ته ورکوی باید چې دلته هم عملی شي.
………..

Leave a reply