پاکستان مسلم ليګ (ن) د پارټۍ د خفه شوو غړو د راضی کولو فيصله کړې ده

0
103

باغی ټی وی رپورټ
لاهور: پاکستان مسلم ليګ (ن) د پارټۍ د خفه شوو غړو د راضی کولو فيصله کړې ده.

دسرچينو ترمخه مريم نواز دوزيراعظم شهباز شريف سره ليدلي چې پکې د شاهد خاقان عباسي انديښنو لرې کولو فيصله شوې ده.

سرچينې وايي چې په دې ليدنه کې شهباز شريف مريم نواز ته هدايات ورکړ چې ژر تر ژره له شاهد خاقان عباسي سره وويني.

په ملاقات كښې د پارټۍ تنظيم، کارکنانو كنونشن پشمول په مجموعي صورتحال خبرې وشوې، دې نه علاوه په پنجاب او خېبرپښتونخوا كښې د احتمالي انتخاباتو په اړه هم خبرې وشوې۔

Leave a reply