فرمان الله شينواري او احسان الله شينواري، کوم چې د پرایمرۍ سکولونو استاذان دي ، د لنډیکوتل د پرایمرۍ سکولونو د ښوونکو د يوې مهمې غونډې پر مهال وويل، چې د لومړنيو ښوونځيو ښوونکي د پوهنې او اقتصاد په پرمختګ کښې د ملا تیر حیثیت لري او په دې میدانونو کښې ډیر مهمه رول لوبوي.
باغی ټي وي رپورټ
د خېبر ضلعې په تحصیل لنډې کوتل کې د پرائمری سکولونو د استاذانو یوه مهمه غونډه وشوه.
په غونډه كښې د لنډي كوتل تحصيل ال پرائمري سکول د كابينې جوړولو او د پرائمري استاذانو د ستونزو په اړه خبرې وشوې۔ د غونډې په مهال د لنډي کوتل کابينې لپاره په متفقه توګه احسان الله شينواري، شکيل خان، زرملي شاه شينواري او حيدر علي شينواري نومونه وټاکل شول، چې د لنډي کوتل د لومړنيو ښوونځيو استادان به د موقتې کابينې غړي وي.
فرمان الله شينواري او احسان الله شينواري له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې د لومړنيو ښوونځيو ښوونکي د هر هېواد د پوهنې او اقتصاد په پرمختګ کښې مهم رول لوبوي. هغه وويل، حکومت بايد د لومړنيو ښوونځيو ښوونکو ته ځانګړي امتيازات ورکړي.
په غونډه کې ګڼ شمیر د لومړنیو ښوونکو برخه اخیستې وه، دوی د ولایتي ادارې څخه د لومړنیو ښوونځیو د ښوونکو د اپ گریڈیشن د منظورۍ له امله مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه، چې د لوړو زده کړو پالیسي دې ژر تر ژره عملي کړي، ترڅو هغه ښوونکي چې له کلونو راهیسې له اپ گریڈیشن څخه محروم دي، خپل حق ترلاسه کړي. .