نورالدین عزیزي: اسلامي امارت کورنیو تولیداتو او د سوداګرو ملاتړ ته تر هر څه لومړيتوب ورکوي.
نورالدین عزیزي: اسلامي امارت کورنیو تولیداتو او د سوداګرو ملاتړ ته تر هر څه لومړيتوب ورکوي.
4 فبروري 2023
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي هرات ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له یو شمېر سوداګرو سره په کتنه کې وویل، چې اسلامي امارت کورنیو تولیداتو او د سوداګرو ملاتړ ته لومړيتوب ورکوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست دغه ولایت ته د سفر په ترڅ کې د خصوصي سکتور پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې اسلامي امارت کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکوي او هڅه کوي، چې سوداګرو ته لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام د صنعتي ښارګوټي د برېښنا يادونه وکړه او زياته يې کړه، چې اوسمهال په صنعتي ښارګوټي کې د برېښنا د پرې کېدو له امله ګاونډي هېوادونه د برېښنا په توليد کې ستونزې لري، خو ډېر ژر به صنعتي ښارګوټي ته ځانګړې برېښنا وصل شي.
ورته مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین حیات الله مهاجر فراهي وویل، چې دا د افغانستان د هر فرد هیله ده، چې افغانستان په ځان بسیا شي.
اړوند موضوعات
سرپرست وزارت صنعت و تجارت صادرکنندگان و باغداران ولسوالی زنده جان ولایت هرات دیدار و گفتگو نموده
نوموړي زياته کړه، چې اسلامي امارت هڅه کوي، څو د سوداګرو د اقتصادي ودې په لور ګامونه پورته کړي.