هند له لوري د پاکستان د بدنامولو ناکامه هڅه ، د پاکستان استخباراتي ادارو د هندي ادارو له لوري د پاکستان بدنامولو په اړه یو لوی پلان شنډ کړې دې

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان استخباراتي ادارو د هندي ادارو لوی پلان شنډ کړ.
په رسنیو کښې د نشر شوي یو راپور مطابق د هند حکومت د یو سازشي پلان له مخې به په زوره کشميريان د پيسو په لالچ سره سمګلنګ ته اړ کول کیدل، دا کشمیریان بیا بیا د هندی فوځ له لوري د شپې په جعلي عملياتو کښې وژل کیدل.
د پاکستان استخباراتي ادارو ته معلومه شوې ده چې په کامیابۍ سره به ۵۰ میله کلاشینکوفونه، ۳۰ تومانچې، ۲۰ لاسي بمونه، ۵۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي له آزاد کشمیر څخه د قاچاق کولو ډرامه به د هند فوځ له لوري کیدله او د هندي پوځ لخوا به بیا دا مجبوره کشمیریان وژل کیدل.
د هند د پلان له مخې به د عملیاتو رنګ ورکولو سره پر پاکستان د نفوذ او ترهګرۍ تورونه لګول کېدل، په عملیاتو کې ښکېلو افسرانو ته به وسلې او ستاینلیکونه ورکول کېدل.
د يادونې وړ ده، چې هند له دې وړاندې هم څو ځلې د پاکستان پر ضد دا ډول ناسم او بې بنسټه عمليات کړي او د خلکو په سترګو کې يې خاورې اچولي دي، د هندي فوځ را ناکامې هڅي پاکستان استخباراتي ادارو شنډې کړي دي او نړۍ ته ی ور په ګوته کړې ده چې هند د دروغوه او بې بنیاده عملیات کوي چې پاکستان بدنام کړي.






