د پيښور پوليس لائنز په جومات کښې د ځانمرګي بريد د پلټنو په مهال نور پرمختګونه شوی دی

0
163

باغی ټی وی رپورټ
د پيښور پوليس لائنز په جومات کښې د ځانمرګي بريد د پلټنو په مهال نور پرمختګونه شوی دی.

د پېښور سي سي پي او اعجاز خان وايي، ځانمرګي بريدګر جومات ته له ننوتو مخکې هيلمټ بهر پرېښود، د بريدګر د بدن برخې او هيلمټ د جومات له ملبې څخه موندل شوي، له هيلمټ څخه عدلي او قضايي ثبوتونه اخيستل شوي دي.

دپوليسو دچارواکو وينا ده چې پلټنې ډلې دځانمرگي لخوا استعمال شوي بوټونه موندلي دي، دځانمرگي دوه پښې هم ترلاسه شوي دي چې له مخې به يې په پلټنو کې نور پرمختگ وشي اؤ بريد کوونکى هيلمټ هم ترلاسه شوى دى. د پولیسو لخوا نیول شوی..

ياده دې وي چې د جنورۍ په ۳۰مه د پېښور پوليس لائنز په جومات کې په ځانمرګي بريد کې شاوخوا ۱۰۰ کسان شهيدان او تر ۲۰۰ ډېر ټپيان شوي وو.

د خيبر پښتونخوا آئي جي معظم جاه انصاري وايي، د چاودنې پلټنې روانې دي او د بريد کوونکي نيټ ورک ته نږدې شوی، د هر شهيد د وينې حساب به ورسره کېږي.

Leave a reply