د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې د اپکس کميټۍ مهمه غونډه پيښور کښې شوې ده
باغی ټی وی رپورټ
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې د اپکس کميټۍ مهمه غونډه پيښور کښې شوې ده۔
د اپیکس کمېټۍ غونډې ته وینا کې وزیراعظم شهباز شریف اوویل چې په پولیس لائن کې یوه غمجنه پېښه شوې ده، دا د اے پی ایس له پېښې وروسته افسوسناکه پېښه ده چې پکې 85 عبادت کوونکي شهیدان شوي دي.
ده ووئيل مونږ بايد حقيقتونه ومنو، ټول ملت په شرمېدو دى، څو كاله وړاندې د ترهه ګرۍ له بشپړې خاتمې وروسته دا پېښه څنګه رامخې ته شوه، ټول ولس په دې سوچ دے چې په راتلونكې كښې به دا شر څنګه قابو كولې شي۔
نوموړي د پېښور پېښې په اړه په سوشل ميډيا بې بنسټه تورونه او نيوکې د افسوس وړ وبللې او ويې ويل چې د پېښور چاودنه د ډرون بريد ډېر نامناسب کار دى.
وزيراعظم وويل وفاق اؤ صوبې دې په ګډه دترهه گرۍ په ضد جگړه وکړي، ټول سياسي اؤ مذهبي گوندونه دې اختلافات هير کړي اؤ دترهه گرۍ په ضد به مبارزه کوي اؤ دترهه گرۍ تر بشپړې خاتمې پورې به آرام نۀ وي.
شهبازشريف وويل نن مونږ ته رښتيا خبره کول دي، وفاقي حکومت خېبرپښتونخوا ته 417 اربه روپۍ ورکړي دي، 417 اربه روپۍ يې ورکړې وې، لس محفوظ ښارونه به يې جوړ کړي وؤ خو يو هم نۀ ؤ جوړ شوى.
هغه وويل، ملت ته به ځواب وي چې ترهګر دلته څنګه راغلي او څوک يې دلته راوستي، تاسو دې ته چمتو نه ياست چې د هېواد د تقدير د ښه کولو لپاره له خپلو خلکو سره لاسونه يو کړئ او دا خلک پاکستان ته د اوسېدو لپاره راوړئ. دوه ډوله معیار به کار ونکړي.
په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف د پيښور پوليس لائنز په چاودنه كښې وژل شويو كسانو ته د 20 لكه روپو او ژوبل شويو لپاره د 5 لكه روپو اعلان وكړو۔
له دې وړاندې د اطلاعاتو وزيرې مريم اورنګزېب په سوشل ميډيا خپل يو بيان كښې وئيلي وو چې د اپیکس كمېټۍ غونډه به د خېبر پښتونخوا په ګورنر هاؤس كښې كېږي چې پكښې به ټول سټېك هولډرز، پوليس، رينجرز او د حساسو ادارو اعلی افسران ګډون كوي۔
د اپیکس کمېټۍ په غونډه کې به د ترهګرۍ ضد اقداماتو غور کېږي.
د زرائعو له مخې په غونډه كښې به د جنورۍ په 30مه نېټه د پېښور پوليس لائنز په جومات كښې د ترهه ګرۍ په پېښه غور كولې شي۔د اپیکس كمېټۍ غونډه كښې به د ترهه ګرۍ خاتمې، سي ټي ډي او پوليس اپګريډيشن په اړه هم غور كولې شي۔
تيره ورځ د پي ټي آئي مشر اسد عمر وئيلي وو چي هغه ته د اپيکس کميټي په غونډه کښي د ګډون بلنه ترلاسه شوي ده ولي وئيلي دي چي د اپيکس کميټي اجلاس کښي د ګډون فيصله به عمران خان کوي۔
بل خوا د خيبر پښتونخوا پخواني وزيراعلي پرويز خټک ويلي چې د اپیکس کميټۍ په غونډه کې ورته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.