د عوامي مسلم ليګ مشر او د کورنيو چارو پخوانى وزير شيخ رشيد د پينډۍ پوليسو له مري موټروې څخه نيولې دې

باغی ټي وي رپورټ
د عوامي مسلم ليګ مشر او د کورنيو چارو پخوانى وزير شيخ رشيد د پينډۍ پوليسو له مري موټروې څخه نيولى و، چې له نيولو وروسته يې د اسلام اباد ابپاره پوليسو ته سپارل شوى دى.

وروسته شیخ رشید د اسلام آباد د ابپاره پولیس سټیشن نه پولي کلینک هسپتال ته د علاج لپاره منتقل کړے شو.

پوليس چارواکي ادعا کوي چې شيخ رشيد په نشه يي توکو روږدى و، د شيخ رشيد له قبضې څخه د شرابو يوه بيه ترلاسه شوې ده.

دپوليسو ترمخه دشيخ رشيد څخه ايم ٤ رائفل، کلاشنکوف اؤ خودکاره ټوپک هم ترلاسه شوي دي.پوليس وايي د شيخ رشيد په ضد يې په ابپاره پوليس سټيشن کې مقدمه درج کړې ده.

د ایف آی آر له مخې شیخ رشید تور لګولی چې اصف زرداري د عمران خان د وژلو لپاره ترهګر استخدام کړي چې هدف یې د اصف زرداري بدنامول دي.

دسرچينو ترمخه دپي پي راولپنډۍ ډويژن صدر راجه عنايت الرحمان په درخواست دشيخ رشيد په ضد ابپاره پوليس سټيشن کې مقدمه درج کړل شوې ده.


Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *