د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، امریکا به هڅه وکړي چې د پاکستان او روسیې ترمنځ د انرژۍ د تړون مخه ونیسي.

باغی ټي وي رپورټ
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، امریکا به هڅه وکړي چې د پاکستان او روسیې ترمنځ د انرژۍ د تړون مخه ونیسي.
سرګي لاوروف په مسکو کې له خپل پاکستاني سيال بلاول بوټو سره په ګډه خبري غونډه کې وويل، امريکا په شرم او غرور سره له روسيې سره د هر هېواد د سوداګرۍ مخه نيسي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې امریکا په دې وروستیو کې چین، هند، ترکیې او مصر ته ګواښونه کړي، د امریکا حکومت به هم د پاکستان او روسیې د انرژۍ په تړون کې لاسوهنه وکړي.سرګي لاوروف ویلي، چې د پاکستان په ګډون اکثره هېوادونه خپلې ملي ګټې په پام کې نیسي.
بل خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي چې موږ له روسیې سره اړیکې زیاتول غواړو، هیله لرو چې نور هېوادونه به په دې کې لاسوهنه نه کوي.
We intend to intensify cooperation with Russia in the areas of trade, economy, security, counterterrorism, defence, as well as cultural, educational and people to people contact – FM @BBhuttoZardari at a joint press conference in Russia
1/5 pic.twitter.com/hWmIjtMdi2— PPP (@MediaCellPPP) January 30, 2023






