د استرالیا په میلبورن ښار کښې د هندي ټولنې انتها خوښو او په هند کښې د آزاد خالصتان ریاست لپاره ریفرنډم کوونکو سیکانو ترمنځ شخړه شوې ده

استرالیا کښې سیکان د آزاد خالصتان لپاره په رای اچونه کښې ګډون کوي.
باغی ټي وي رپورټ
په میلبورن کې د هندي ټولنې د سکهانو ترمنځ شخړه شوې ده.
د خالصتان ریفرنډم په موقع د ترنګه بردار بریګیډ غړو له لوري هڅه وکړل شوه چې میدان کښې د هغو خلکو مخه ونیسي چې په هندوستان کښې د سیکانو د خپلواک او آزاد ریاست خالصتان د خپلواکۍ په حق کې مظاهرې کوي.
د سکهانو د ټولنې ځوانانو بيرغ اخيستونکي تېښتې ته اړ کړل او ددوی په ضد ی مزاحمت ښکاره کړو. د خالصتان په ټولپوښتنه کې له ۵۵۰۰۰ څخه زیاتو سیکانو د یوه خپلواک دولت په پلوۍ رایه ورکړه.
دا خبره د یادونې ده چې پرون د استرالیا په میلبورن ښار کې د سکهه فار جسټس په نوم د یوې موسسې له خوا د خالصتان په حق کې ریفرنډم ترسره شو چې په ترڅ کې یې د سکهانو په زرګونو غړو د آزاد خالصتان په حق کې رایه ورکړه.
د راپور له مخې، په ریفرنډم کې له پنځوسو زرو څخه زیاتو سیکانو د خالصتان د خپلواکۍ په حق کې رایه ورکړه، د وخت له تېرېدو وروسته هم په لوی شمېر کې رایه ورکوونکي انتظار باسي، د ریفرنډم لپاره تر دوه کیلومترو پورې قطارونه ولاړ وو.
په ټولپوښتنه کې، چې د هند د ختیځ پنجاب ایالت څخه د 18 کالو څخه پورته خلکو ته د رایې ورکولو اجازه ورکړل شوه، نارینه او ښځینه د رایې ورکولو مرکز بهر د خالصستان د خپلواکۍ پوسټرونه او بیرغونه پورته کړل.





