د نړیدلي پوځ وياند: اردو نه، سياستوالو ماتې وخوړه

0
267

د افغانستان د نړیدلي ملي پوځ وياند روح الله احمدزی وايي، چې د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو نه، بلکې سياستوالو د طالبانو پر وړاندې ماتې خوړلې ده.

 

نوموړی، چې اوس له هېواده بهر دی، په یوه فيسبوکي لیکنه کې له نوم اخيستو پرته د افغانستان په قضیه کې شاملې مقتدرې بهرنۍ کړۍ طالبانو ته په واک سپارلو او معاملې کې ښکېل ګڼي.

 

احمدزي په دې لیکنه کې د افغانستان د دفاعي او امنیتي سکتور ټول منسوبين په دغه سکتور کې د کار له کبله وياړلي ګڼي او ټينګار کوي، چې دغه سکتور پخپله رهبرۍ کې د ستونزو باوجود د افغانستان ښه دفاع او ساتنه کوله.

 

د جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت ویاند نیوکه کوي، چې د دولت رهبرۍ، د مصالحې عالي شورا او په راتلونکي بدلون کې ټولو ښکيلو خواوو بايد ملت په ابهام کې نه ساتلای او ټول موضوعات یې ورته روښانه کړي وای.

 

روح الله احمدزی طالبانو ته په خطاب کې وايي، چې د افغانستان د نیولو امتياز دې خپله لاسته راوړنه نه، بلکې پردۍ لورېينه وبولي.

 

احمدزی په ورته وخت کې طالبانو ته د دوی خلاف هم د مرموزو لوبو خبرداری ورکړی، خو جزیات یې په اړه نه دي ورکړي.

 

د طالبانو لاسته د افغانستان د ور لویدو په اړه ډېر خلک ورته تبصرې او خبرې لري، خو په دې اړه قانع کوونکي او موثقې خبرې لا نه دي شوي.

 

د ملي دفاع وزارت دغه مخکيني وياند هم ويلي، چې طالبان که دومره ځواکمن وای، په ۲۰ کلنه جګړه کې به يې څو ورځې یو ولایت نیولی او خپل حکومت پکې کړی وای.

 

طالبان بيا وايي، چې افغانستان یې د خلکو او خدای په همکارۍ نیولی.

Leave a reply