د قومي اسمبلۍ سپيکر د تحريک انصاف د نورو ۴۳ غړو استعفاوې منلې دي

باغي ټي وي رپورټ
اسلام اباد: د قومي اسمبلۍ سپيکر د تحريک انصاف د نورو ۴۳ غړو استعفاوې منلې دي.
دسرچينو ترمخه دقومي اسمبلۍ سپيکر راجه پرويز اشرف دپي ټي ائي د٤٣ نورو غړو استعفې منلې ده.
سرچینه زیاتوي، چې د ملي شورا د رییس استعفا څو ورځې وړاندې د تصویب لپاره د ټاکنو کمېسیون ته استول شوې وه.
دسرچينو له مخې سپيکر د٤٣ؤ غړو داستعفې سمري اليکشن کميشن ته ليږلې ده کومه چې اليکشن کميشن ته هم ترلاسه شوې ده.
اوس په قومي اسمبلۍ کې یوازې هغه منتقد غړي پاتې دي چې د تحریک انصاف په ټکټ ټاکل شوي وو.
تر اوسه د کومو غړو استعفاوې منل شوې دي؟
ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې د قومي اسمبلۍ سپيکر راجه پرويز اشرف د پاکستان د تحريک انصاف د ۳۴ غړو او د کورنيو چارو پخواني وزير شيخ رشيد استعفاوې منلې وې.
د دې نه علاوه د قامي اسمبلۍ سپيکر د ۲۰۲۲م کال په جولائي کې د پي ټي ائي د قومي اسمبلۍ د ۱۱ غړو استعفاوې منلې وې چې پکې د کراچۍ نه د قامي اسمبلۍ غړي شکور شاد په عدالت کې درخواست جمع کړی ؤ او خپله استعفا يې بيرته اخستې وه .
د قومي اسمبلۍ سپيکر د جنورۍ په ۲۰ مه د پي ټي آئي د ۳۵ نورو غړو استعفاوې منلې وې.
اوس د ۴۳ نورو استعفاګانو له منظورۍ وروسته د پاکستان تحریک انصاف ۱۲۲ استعفاوې او د شیخ رشید یوه استعفا منل شوې ده.






