د لوګر مرکز په ګډون په شپږو ولسوالیو کې د لیک او لوست پروګرام پیلیږي
د لوګر مرکز په ګډون په شپږو ولسوالیو کې د لیک او لوست پروګرام پیلیږي
په لوګر ولایت کې په داسې حال کې د سړیو او ښځو لپاره د سواد زده کړو د پیلیدو خبر ورکول کیږي، چې د ا.ا حکومت واک ته په رسیدو سره تر شپږم ټولکي پورته نجونې ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري، او ا.ا حکومت د لوړو زده کړو وزارت څه موده وړاندې تر دوهم امر پورې د نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازې هم وتړلې، خو لا معلومه نه ده، چې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو تړل شوي دروازې به تر کومه تړلې پاتې شی.
(2023 / 1 / 23 نېټه باغي ټلویزیون )
بشپړ راپور
د لوګر چارواکي وايي، د پوهنې وزارت، د افغانستان له خلکو سره د همکارۍ موسسې HHOA په مالي ملاتړ په دغه ولایت کې نېږدې ۱۰۵۰ نالوستو ښځو او سړیو ته د لیک لوست پروګرام پیلوي.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب رسنیو ته ویلې چې، د نالوستو ښځو او سړیو د سواد زدهکړو په موخه به د لوګر په مرکز پلعلم، محمداغې، برهکیبرک، څرخ، خروار او ازرې ولسوالیو کې ۷۰ ټولګي جوړ شي، چې ۹۶۰ ښځو او ۹۰ نارینه وو ته به پکې د نهو میاشتو لپاره د لیک لوست زمینه برابره شي.
نوموړی زیاتوي، چې دغه د لیک لوست یا سواد زدهکړو پروګرام به په نوي ۱۴۰۲ لمریز کال کې پيل شي.
په لوګر ولایت کې په داسې حال کې د سړیو او ښځو لپاره د سواد زده کړو د پیلیدو خبر ورکول کیږي، چې د ا.ا حکومت واک ته په رسیدو سره تر شپږم ټولکي
اړوند موضوعات:
پورته نجونې ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري، او ا.ا حکومت د لوړو زده کړو وزارت څه موده وړاندې تر دوهم امر پورې د نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازې هم وتړلې، خو لا معلومه نه ده، چې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو تړل شوي دروازې به تر کومه تړلې پاتې شی.