د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د ملي اسمبلۍ ۴۴ غړو د خپلو استعفاوو د بیرته اخیستلو پریکړه کړې ده

0
163

باغی ټی وی رپورټ
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د ملي اسمبلۍ ۴۴ غړو د خپلو استعفاوو د بیرته اخیستلو پریکړه کړې ده

څو ورځې وړاندې د قامي اسمبلۍ سپيکر د پي ټي آئي د قامي اسمبلۍ د ۳۵ غړو استعفاوې منلې وې چې ورسره د پي ټي آئي د قامي اسمبلۍ د مستعفي شويو غړو شمېر ۷۹ ته ورسېد.

په دې اړه د پاکستان تحريک انصاف غړو د پارليمنټ هاؤس نه بهر ميډيا سره خبرو کښې اوويل کله چې مونږ د اسمبلۍ اجلاس کښې ګډون لپاره راغلو نو دغو کسانو غونډه وځنډوله او کله چې مونږ د استعفې منلو لپاره راغلو نو سپيکر له هغه څخه یې وغوښتل چې دا کار وکړي.

د پي ټي آئي سيکرټري جنرل اسد عمر په سوشل ميډيا خپل يو بيان کښې وئيلي دي چې سپيکر تر اوسه د ټولو اسمبلۍ غړو استعفاوې نه دي منلي نو د پارټۍ چيئرمېن په هداياتو د اسمبلۍ 44 غړو د خپلې استعفې واپس اخستو فيصله کړې ده۔

اسد عمر په ټويټر کې د ګوند د ۴۴ غړو د نومونو فهرست شريک کړی او ليکلي يې دي چې سپيکر قومي اسمبلۍ ته ايميل کړی دی، بل ګام به د اپوزيشن ليډر نومول وي.

Leave a reply