په حافظ آباد کښي له یو مزدور څخه د مزدورۍ ورکولو په بهانه پښتورګی اوویستل شول

باغی ټي وي رپورټ
په حافظ آباد کښي یو مزدور پښتورګی اوویستل شول، دې مزدور ته ملزمانو د کار او مزدوري ورکولو خبره کړه وه او په دې بهانه ی راغوښتې وو خو مزدور څخه ی پښتورګې اوویستو.
په تھانه ښار کې د درج ایف آئي آر ترمخه د پښتورګو مافیا ډلې جعفر نومی مزدور د کار په بهانه مری ته بوتلو چرته چې ملزم جعفر ددوی څخه د پیښور ته د تللو غوښتنه کړې وه او د انکار په صورت کښې ملزم جعفر هغه هوشه کړے وو او پیښور ته ی بوولې وو.
کله چې هغه هوش کښې راغی نو هغه د خپل ښي اړخ کښې یوه د زخم پټې ولیدله نو ملزمانو ورته اوویل چې هغه د موټر ټکر له امله ټپي شوې دط، متاثره مزدور د ملزمانو د قبضې نه پس په تېښته کښې کامياب شو، مزدور هسپتال ته منتقل کړے شوے دے۔ پوليس وائي چي د څلور ملزمانو خلاف مقدمه درج کړے شوي ده او لټون ئي شروع کړے دے۔






