پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د اولس غږ نه شي دبائيدلې، د اولس د راويستو نه مخکې ستونزې حل کول پکار دي، د سياسي ستونزو حل په آئين کښې دى.

باغی ټي وي رپورټ
کوئټه: پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د اولس غږ نه شي دبائيدلې، د اولس د راويستو نه مخکې ستونزې حل کول پکار دي، د سياسي ستونزو حل په آئين کښې دى.
په کوټه کې د بلوچستان پیس فورم لخوا جوړ شوي قومي ډیالوګ کانفرنس ته په وینا کې د مسلم لیګ (ن) مشر شاهد خاقان عباسي ویلي، که سیاست په دښمنۍ بدل شي، د خلکو ستونزې پاتې شي، د پاکستان غیر معمولي وضعیت ته به په غیر معمولي اقدام سره مخ شي.
شاهد خاقان عباسي ویلي، موږ ټول په حکومتونو کې پاتې شو خو د هېواد ستونزې مو نه دي حل کړې، موږ باید وګورو چې له ۷۵ کلونو وروسته د پاکستان راتلونکی څنګه ښه کړو، د ستونزمنو حالاتو مسوول هر څوک دی، خو پړه پر یو بل اچوي. مسله به حل نه شي.
هغه وويل د بلوچستان د ستونزو حل قومي اسمبلۍ او سينيټ دي، د ستونزو حل په آئين کې شته خو بايد داسې څوک وي چې په اړه يې خبرې وکړي، که په هېواد کې عدالتي نظام مفلوج شي نو څه به وشي. ستونزې به هغه وخت هواریږي چې تاسو کوم استازی ته رایه ورکړئ هغه به اسمبلۍ ته ځي، ستونزې به هغه وخت حل شي چې تاسو په ملیونونو روپیو سناتور جوړ نه شئ.






