د خېبرپښتونخوا د نګران وزيراعلي په توګه د اعظم خان د ټاکلو مراسله جاري کړے شوه

0
95

باغی ټي وي رپورټ
پيښور: د خېبرپښتونخوا د نګران وزيراعلي په توګه د اعظم خان د ټاکلو نوټيفيکيشن جاري کړے شوے دے۔

د خيبرپښتونخوا ګورنر غلام علي د نگران وزيراعلي د ټاکلو احکامات جاري کړي دي۔د خېبرپښتونخوا د نگران وزيراعلي په توګه د اعظم خان د ټاکلو نوټيفيکيشن هم جاري کړے شوے دے۔

ياده دي وي چي دخيبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان په مشرئ کښي پي ټي آئي وفد اپوزيشن پارټو سره مذاکراتو کښي اعظم خان دخيبرپښتونخوا وزيراعلي ټاکلو باندي اتفاق کړي وو۔

اسمبلۍ د جنورۍ په اتلسمه د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر محمود خان په مشوره منحل شوې وه، محمود خان او د اپوزیسیون مشر اکرم خان دراني د نگران وزیراعلی په ټاکلو سلا شول.

ګورنر خيبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان او اپوزيشن ليډر د نگران وزيراعلي لپاره د اعظم خان په نوم اتفاق کړے دے۔محمود خان او اکرم دراني د اعظم خان د نگران وزيراعلي په توګه ټاکلو لپاره خط ليکلي دي او اعظم خان د نگران وزيراعلي په توګه ټاکلي شوي دي .

Leave a reply