متحده قومي موومنټ (MQM) پاکستان په کراچۍ او حیدر اباد کې د تازه بلدیاتی انتخاباتو غوښتنه کړې ده

0
157

باغی ټي وي رپورټ
متحده قومي موومنټ (MQM) پاکستان په کراچۍ او حیدر اباد کې د تازه بلدیاتی انتخاباتو غوښتنه کړې ده.

په کراچۍ کې د خبري غونډې پر مهال وسیم اختر وویل چې د بلدیاتی انتخاباتو نه پنځه ورځې تیرې شوې دي خو تراوسه یې نتیجې نه دي راغلې، هوا خرابه ده، واوره نه ده او ټرن آوټ زیات نه دی نو بیا ولې؟ د ټاکنو پایلو کې ځنډ؟ د فافان او د ټاکنو د کمیسیون په ګډون هر څوک وايي چې په ټاکنو کې درغلۍ شوې دي.

ده ووئيل د كراچۍ او حيدراباد بلدياتي ټاكنې دې لغوه كړې شي او نوې ټاكنې دې وشي٬ كوم ښارونه چې د اسلام آباد او سنده حكومت بوديجه جوړوي هغوي ته دې پام وشي.

هغه وويل کراچۍ کې درې ځله بلدياتي انتخابات ځنډول شوي خو حلقه بندۍ هم نۀ دي ټاکل شوې، دانتخاباتو څخه وړاندې نۀ يواځې دغلته درغلۍ کيږي بلکې وروستو هم د ووټ ټرن آوټ زياتولو لپاره مختلفې طريقې اخستل کيږي.

د ایم کیو ایم مشر وویل کله چې ایم کیو ایم بایکاټ وکړ نو ټرن آوټ کم وو، د ۲۰۱۵ کال د بلدیاتی انتخاباتو په پرتله په وروستیو انتخاباتو کې ډیرې کمې رایې اچول شوې وې، د ووټ زیاتولو لپاره درغلۍ کیږي، د انتخاباتو کمېشن ړانده دی او په کودتا کې پاتې راغلی.

د ايم کيو ايم مشر وويل جماعت اسلامي، پي ټي آئي او پيپلز پارټۍ نه پوهيږي چې څه وکړي.

ياده دې وي چې ايم کيو ايم د جنورۍ په پنځلسمه په کراچۍ او حيدراباد کې د بلدياتي انتخاباتو بايکاټ کړې او په دواړو برخو کې پيپلز ګوند مخکښ دی.

Leave a reply