د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي ویلي دي چې سږ کال به د اوکراین له خاورې د روسیې د ځواکونو وتل ډیر ګران وي.

0
175

باغی ټي وي رپورټ
د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي ویلي دي چې سږ کال به د اوکراین له خاورې د روسیې د ځواکونو وتل ډیر ګران وي.

جنرال مارک ميلي په جرمني کې د امريکا په رامشټاين هوايي اډه کې په جوړه شوې غونډه کې د ګډون پر مهال وويل، دا به د اوکراين لپاره ډېره ستونزمنه وي چې په همدې کال کې خپله يو انچ خاوره هم د روسيې له اشغال څخه ازاده کړي.

د جرمني په کوربه توب له اوکراین سره د دفاعي مرستو په اړه په غونډه کې د ۵۰ هېوادونو دفاعي چارواکو ګډون کړی و او اوکراین ته یې په عصري جنګي وړتیاو سمبال لیوپارډ-۲ ټانکونو د استولو په اړه بحث کې کومې نتیجې ته ونه رسېدل، خو له اوکراین سره د دفاعي مرستو پر دوام یې موافقه وکړه.

د غونډې په پیل کې د اوکرایین ولسمشر زیلینسکي د غونډې ګډونوالو ته د لا زیاتو وسلو د ورکولو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د روسیې له خوا پیل شوې جګړه نور د ځنډیدو اجازه نه ورکوي.

له بلې خوا د امریکا جګپوړو چارواکو اوکراین ته د امریکا د وسلو او پوځي روزنې تر بشپړېدو مخکې د روسیې پر ضد د هر ډول جارحانه اقدام مخه نیولې ده.

Leave a reply