د کراچۍ په نارتهه ناظم آباد سیمه کې په خپل کور کې د سلنډر د چاودنې له امله یوه ښځه وژل شوې ده

0
162

باغی ټي وي رپورټ
د کراچۍ په نارتهه ناظم آباد سیمه کې په خپل کور کې د سلنډر د چاودنې له امله یوه ښځه وژل شوې ده.

د راپورونو له مخې پرون د کراچۍ ښار د نارت ناظم آباد بلاک ایم سیمه کې په یوه فلیټ کې د سلنډر چاودنه شوې چې له امله یې یوه مېرمن سخته ټپي شوې وه خو د درملنې پر مهال یې ساه ورکړه.

پولیس وايي، د سلنډر د چاودنې له امله وژل شوې رابعه ۹۰ سلنه سوځېدلې او د مېرمنې د خاوند په ګډون دوه نور کسان هم ټپیان شوي دي.

Leave a reply