د جلغوزیو تولیدونکې اتحادیه وايي چې حکومت دې د جلغوزیو پر قاچاق بندیز ولګوي

د جلغوزیو تولیدونکې اتحادیه وايي چې حکومت دې د جلغوزیو پر قاچاق بندیز ولګوي
د افغانستان د جلغوزیو تولیدونکې اتحادیې له ا.ا څخه غوښتنه کړې ده چې د سوداګرۍ د ودې او د افغاني جلغوزیو د بیې ثبات لپاره دې بهرنیو هېوادونو ته د جلغوزیو پر قاچاق بندیز ولګوي.
(2021 / 10 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
د افغانستان د جلغوزیو تولیدونکې اتحادیې له ا.ا څخه غوښتنه کړې ده چې د سوداګرۍ د ودې او د افغاني جلغوزیو د بیې ثبات لپاره دې بهرنیو هېوادونو ته د جلغوزیو پر قاچاق بندیز ولګوي.
یادې اتحادیې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په اوسنیو سختو اقتصادي شرایطو کې دوی پلان لري چې بهرنیو هېوادونو ته د تېر په څېر یو ځل بیا خپل صادرات پیل کړي. دغه اتحادیه وایي چې حکومت دې د سوداګرۍ د زیانمېدو په موخه د افغانستان، چین او اروپا ترمنځ اقتصادي دهلیز بیا فعال، د چین او افغانستان ترمنځ د مالي راکړې ورکړې منظم سیسټم رامنځته او د چین-افغانستان ترمنځ د هوایي دهلیز برخه کې د ستونزې مودجودیت په صورت کې د حیرتان بندر له لارې بهر ته د صادراتو برخه کې جدي او بېړني اقدامات ترسره کړي.






