د امریکا متحدو ایالتونو له اوکراین سره د هوايي دفاع او زغره والو موټرو په برخه کې د ۲.۵ میلیارد ډالرو اضافي فوځي مرستې اعلان کړې

باغی ټي وي رپورټ
د امریکا متحدو ایالتونو له اوکراین سره د هوايي دفاع او زغره والو موټرو په برخه کې د ۲.۵ میلیارد ډالرو اضافي فوځي مرستې اعلان وکړ.
د امریکا د دفاع وزارت په خپله تازه اعلامیه کې ویلي چې د امریکا له خوا اوکراین ته ۵۹ برادلي جنګي وسایط او ۹۰ زغره وال زغروال ګاډي ورکړل شي.
د اعلامیې له مخې، د مرستې تازه بسته به د های موبیلټي توپخانې راکټ سیسټم (HIMARS)، 8 Avenger هوايي دفاعي سیسټمونه، 10,000 توپخانې او 2,000 د زغره ضد راکټونو لپاره نور مهمات چمتو کړي.
د امریکا د دفاع وزارت وايي، د تېر کال په فبرورۍ میاشت کې پر اوکراین د روسیې له برید وروسته امریکا له اوکراین سره ۲۷،۴ میلیارده ډالره پوځي مرسته کړې ده.






