سپین بولدک دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې

0
102

د کندهار د والي یوسف وفا مطبوعاتي دفتر ویلي چې د سپین بولدک پر پوله پاکستاني چارواکو عامو افغانانو، سوداګرو او ناروغانو ته ډېرې ستونزې جوړې کړې دي، دوی دغه موضوع له پاکستاني لوري سره شریکه کړې ده خو پاکستان یې ستونزې ته رسیدګي نه ده کړې او په وینا څو پورې چې پاکستان دغو ستونزو ته رسیدګي ونه کړي دراوزه به تړلې وي.

(2021 / 10 / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

وروسته تر هغه چې پرون افغانستان ته راتلونکو افغان کډوالو په سپین بولدک کې د پاکستاني پوله ساتو له چلن څخه شکایت وکړ، د کندهار والي ویلي چې دا دروازه یې د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

د کندهار د والي یوسف وفا مطبوعاتي دفتر ویلي چې د سپین بولدک پر پوله پاکستاني چارواکو عامو افغانانو، سوداګرو او ناروغانو ته ډېرې ستونزې جوړې کړې دي، دوی دغه موضوع له پاکستاني لوري سره شریکه کړې ده خو پاکستان یې ستونزې ته رسیدګي نه ده کړې او په وینا څو پورې چې پاکستان دغو ستونزو ته رسیدګي ونه کړي دراوزه به تړلې وي.

د یاد دفتر په خبره، سپین بولدک دروازه له تېرې ورځې راهیسي د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده. بلخوا په چمن کې پاکستاني چارواکو د افغانانو د ځورولو موضوع رد کړې ده.

Leave a reply