د خيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان نن د اسمبلۍ د لغوه کولو اعلان وکړ

0
107

باغی ټی وی رپورټ
پېښور: د خيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان نن د اسمبلۍ د لغوه کولو اعلان وکړ.

د صوبايي کابينې غونډې ته په وينا کې وزيراعلي محمود خان وويل د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د تحلیل لپاره به سمري نن استوي او د ملک په مفاد کې به نن اسمبلۍ منحل کوي.

هغه وویل، تېر څلور کلونه ډېر ښه تېر شول، زه د کابینې له ټولو غړو، حکومت، اپوزیسیون او بیوروکراسۍ څخه مننه کوم، له خلکو څخه ځانګړې مننه کوم چې پر ما یې باور وکړ.

وزيراعلي محمود خان وئيلي دي چي عامو انتخاباتو کښي به ټول ملک کښي دوه پر دريمه اکثريت سره حکومت جوړوي، د وارداتي حکمرانانو له وجي ملک کښي بي ثباتي ده، اوس د کرپټو ډلي نه خلاصون ناگزير شوي دي۔

بل لوري ته دخيبرپښتونخوا دحکومت وياند بيرسټر سيف هم وئيلي دي چې دخيبرپښتونخوا وزيراعلي به نن شپه 12 بجې داسمبلۍ تحليل کولو سمري لاسليک کوي اؤ ورته به يې ليږلي وي.

د دې نه علاوه د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کښې د اپوزيشن ليډر اکرم خان دراني وايي وزيراعلې د خپل يو نزدې ملګري په ذريعه پېغام لېږلې چې د عدم اعتماد وړاندې کولو لپاره درې وزيرانو خپل نوکر سره خبرې کړي دي۔

Leave a reply