د قامي وطن پارټۍ صوبائي مشر سيد فياض علي شاه په صوبایی حکومت سختې نیوکې کړي دي
باغی ټي وي رپورټ
د قامي وطن پارټۍ صوبائي مشر سيد فياض علي شاه وئيلي دي چې دا د افسوس خبره ده چې پيښور د صوبې پلازمينې باوجود د پامه غورځول شوې دې او دلته پرمختایی کارونه نه دي شوي، سړکونه په کنډرو بدل شوي او خلک د صحت، تعليم او د څښاک د پاکو اوبو نه محروم دي. هغوی اوویل چې اوبه، نورې اساسي اسانتیاوې نشته، له وفاق سره اختلافاتو په پېښور کې د خوراکي توکو بحران رامنځته کړی دی.
د غریبو او متوسطه طبقو لپاره په ورځ کې دوه وخته ډوډۍ ترلاسه کول ستونزمن شوي دي، د دې ټولو ستونزو د حل لپاره په ایوان کې د خلکو د درد احساس کونکي شتون اړین دی.په دې موقع د لسګونو سره تعلق لرونکو کسانو وینا وکړه. د پي کى 81 سره تعلق لرونکې د مختلفو سياسي پارټو غړو د خپلو خاندانونو سره قومي وطن پارټي کښې شامل شوے وو، سيد فياض علي شاه شامل شوي خلقو ته د پارټئ کپټونه واچول او د هغوي د اعتماد مننه ئي وکړه۔
فياض علي شاه زياته کړه چې د خېبر پښتونخوا په تاريخ کې په لومړي ځل يو سياسي ګوند ته د دويم ځل لپاره د حکومت کولو چانس رسېدلی، خو تحريک انصاف خلکو ته له مايوسۍ پرته بل څه نه دي ورکړي او په پېښور کې يې بريالي کړي دي. یو ځل بیا به د ګلونو ښار جوړ شي.