د پاکستان سفیر په کابل کښې یو اهم افغان شخصیت سر ملاقات

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د پاکستان سفیر منصور احمد د افغانستان یو مشهور مذهبی شخصیت او د محاذ ملی اسلامی افغانستان پارټي مشر پیر سید احمد ګلیلانی سره ملاقات کړې دې، په دې اهم ملاقات کښې د پاکستان سفیر دې افغان مذهبی شخصیت سره په یو شمیر موضوعګانو خبرې اترې کړي دي.
د پاکستان سفیر منصور احمد په خپل ټویټر پانړه لیکلي چې په دې لیدنه کښې ی پیر صیب سره د افغانستان په موجوده سیاسي ، امنیتي او اقتصادي صورت حال خبرې اترې کړي دي او ددې په اړه ی د دواړو ملکونو پاکستان او افغانستان د یو بل سره په همکارۍ او اړیکو ښو کولو ټینګار وکړو.
یاده دي وی چې پیر سید احمد ګیلانی د افغانستان هغه شخصیت دې چې په افغانستان کښې ی د نوې پارټي محاذ ملي اسلامی افغانستان بنیاد ایښې وو، دا هغه پارټي وه چې د سوویت یونین په ضد د جهاد کوونکې کمانډران او مشرانو سره ی تړاو لرلو.
یاده دې وی چې د پاکستان سفیر او پیر صیب ګیلاني دا ملاقات په داسې وخت کښې کړې دې چې چې د افغانستان اسلامی امارت په خپله عبوري کابینه کښې نوې ټاکنې کړې دي او د افغانستان د وزیرانو په کابینه کښې ی نوی ریسان او مرستیالان ټاکلي دي.
په وحدت ورځپانړه کښې چاپ شوي یو خبر مطابق مولوي سخآوالله د پوهنې وزارت د مرستیال په توګه، مولوی شمس الدین پهلون د کرنې،اوبو او ملدارۍ وزارت د مرستیال په توګه او مولوی مطیع الحق د سرې میاشتې سرپرست ټاکل شوې دې.
یاده دې وی چې د نړۍ هیوادونو که هغه مسلمانان دي او غیر مسلم، د هغوی غوښتنه ده چې په افغانستان کښې دې ټول شموله حکومت جوړ شي. یاده دې وی چې د پاکستان سفارتخانه په کابل کښې د سیاسي بدلون رامخې ته کیدو باجود نن هم پرانستې ده او د پاکستان وزارت خارجه او په کابل کښې د پاکستان سفیر د نړۍ هیوادونو ته دا بیان او دریځ وړاندې کوي چې پاکستان په افغانستان کښې امن او خوشحالي غواړي.
Called on Pir Saheb Sayed Hamed Gailani and had useful discussions on the ongoing security, political and economic situation in Afghanistan and the way forward @ForeignOfficePk @PakinAfg pic.twitter.com/hPG8zzVrx1
— Mansoor Ahmad Khan (@ambmansoorkhan) October 5, 2021






