په افغانستان کې د ترکیې هیواد سفیر د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره وکتل.

0
135

په افغانستان کې د ترکیې هیواد سفیر د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره وکتل.

14 جنوري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقی سره نن ورځ په افغانستان کې د ترکیې هیواد سفیر جهاد ارګینای وکتل.

 

په پیل کې ښاغلي ارګینای د وزارت مخی ته د شوې چاودني په اړه د خپل حکومت له لورې د تسلیت مراتب وړاندې کړل، شهیدانو ته یې د مغفرت او زخمیانو ته یې د عاجلې شفاء دعاء وکړه.

 

نوموړي وویل چې په نژدې ورځو کې به ترکیې هیواد له لورې د بشردوستانه کومکونو اوومه جوپه هم راورسیږي او د مرستو لړۍ به جاري وي.

اړوند موضوعات

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د افغان دولت د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل او پر ځینو موضوعاتو یې خبرې وکړې.

 

د بهرنیو چارو وزیر د دوی له راتګ، تسلیت او ترکیې هیواد د بشري مرستو مننه وکړه، همدارنګه د دواړو هیوادونو ترمنځ د ویزو د اجراء او سیاسي اړیکو په پیاوړتیا بحث وشو.

Leave a reply