په تيرو وختونو کې د بېنظير انکم سپورټ پروګرام د 19 اربه روپو په سرکاري ملازمينو کې د ويش خبره شوې

0
117

باغی ټی وی رپورټ
په تيرو وختونو کې د بېنظير انکم سپورټ پروګرام د 19 اربه روپو په سرکاري ملازمينو کښې د ويش خبره شوې ده.
د پارليمان د پبلک اکاؤنټس کميټۍ (پي اے سي) کښې د پلټنو چارواکو وئيلي دي چې په 143,000 کسانو کښې په غير قانوني توګه فنډونه ويشل شوي، 25000 افسران چې د 17 او تر دې پورته درجې دي له څو کلونو راهسې فنډونه جمع کوي. پي اے سي د حکومتي ملازمينو نه د دغه رقم واپسئ او انکوائري کولو هدايت کړے دے۔ د وفاقي وزير نور عالم خان په مشرۍ کښې د پبلک اکاؤنټس کميټۍ د غربت ختمولو او سوشل سيکيورټي ډويژن 20-2019 د آډټ رپورټ د جائزې په مهال د غربت ختمولو او بېنظير انکم سپورټ پروګرام (BISP) کښې د 57 اربه روپو مالي بے ضابطګۍ وموندلې. افشا شو.

پی اے سی د BISP فنډونو په مستقیم ډول ډپټی کمشنرانو او اسسټنټ کمشنرانو ته په منتقل کولو اندیښنه څرګنده کړه. د پي اے سي غړي نزهت پټان وويل په سندهـ کې سيلاب ځپلو خلکو ته پيسې نه دي ترلاسه شوي.

په غونډه كښې څرګنده كړه چې بي آئي اېس پي په تير وخت كښې په سركاري ملازمينو كښې 19 اربه روپۍ وېشلې دي۔ د پلټنو چارواکو ویلي چې پیسې په غیرقانوني توګه د 143,000 خلکو ترمنځ ویشل شوي. 2500 د 17 درجې او پورته افسرانو هم فنډونه راټول کړل. د 2011 څخه، غیر مستحق خلکو ته د پیسو لیږل پیل شول. وروسته له دې چې په 2019 کې پالیسي جوړه شوه، د غیر مستحق فنډونو عرضه بنده شوه
پي ای سي حکومتي کارمندانو څخه د ریکوری او تحقیقاتو لارښوونه وکړه.

پي اے سي د بي آئي اېس پي ټيم په بريفنګ باندې د عدم اطمينان څرګندونه وكړه، پي اے سي د وزيراعظم او اړونده وفاقي وزير ته د خط ليكلو فيصله وكړه۔

د کميټۍ چيئرمېن نور عالم خان د بي آئي اېس پي ډي جي کيش ته غصه شو،سختې خبری ی ورته وکړې او هغه يې د غير سنجیده رویه کولو په وجه د پي اے سي اجلاس نه بهر کړو.

Leave a reply