دوه چینایي شرکتونو د غزني په طلا او لیتیم کانونو کې د پانګوني علاقه ښودلي ده

دوه چینایي شرکتونو د غزني په طلا او لیتیم کانونو کې د پانګوني علاقه ښودلي ده
ښاغلي صهیب همدا شان زیاتوي چې همدا اوس هم د غزني په ۲۵ کانونو کې د استخراج لړۍ روان ده او یوازي د سږکال په جریان کې ۱۸ نوي کانونه په دغه ولایت کې نوي کشف شوي دي.
د غزني د کانونو او پټرولیم رئیس وایي چې تازه ۱۸ کشف شوي کانونه د مرمر او رخام ډبرو، سلفر، ډبرو سکرو او داسي نورو قیمتي توکو کانونه دي چې راتلونکي کال کې به استخراج شي.
(2023 / 1 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د باختر اطلاعاتي آژانس د راپور له مخې، د غزني د کانونوو او پټرولیم ریاست مسئولین وایي چې د سږکال په اوږدو کې دوه چینایي شرکتونه غزني ته راغلل او د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ د رزکشان او په ناهور ولسوالۍ کې د لیتیم کانونو نمونې له ځان سره وړې او غواړي چې په دغه دوو کانونو کې پانګونه وکړي.
د غزني د کانونو او پټرولیم رئیس مولوي حضرت یوسف صهیب وایي چې د دغه ولایت یاد دوه کانونه میلیونونو آمریکایي ډالرو پانګوني ته اړتیا لري او د دغو دوو کانونو استخراج کولای شي چې د هېواد اقتصادي ستونزي تر ډېره حل کړي.
ښاغلي صهیب همدا شان زیاتوي چې همدا اوس هم د غزني په ۲۵ کانونو کې د استخراج لړۍ روان ده او یوازي د سږکال په جریان کې ۱۸ نوي کانونه په دغه ولایت کې نوي کشف شوي دي.
اړوند موضوعات:
صنعت وزارت: د تاتارستان او ایران پانګوالو افغانستان کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی.
د غزني د کانونو او پټرولیم رئیس وایي چې تازه ۱۸ کشف شوي کانونه د مرمر او رخام ډبرو، سلفر، ډبرو سکرو او داسي نورو قیمتي توکو کانونه دي چې راتلونکي کال کې به استخراج شي.






