فیسبوک، وټساپ او انسټاګرام خدمات قطع شوي

0
48

د افغانستان په شمول په ټوله نړۍ کې فیسبوک، وټساپ، انسټاګرام او مسنجر خدمتونه د څو ساعتونو راهیسې قطع شوي دي.

 

د ټولنیزو رسنیو دغه اپلیکشنونه او ویبپاڼې د افغانستان پر وخت په ۸ بجو او ۱۴ دقیقو کار پرېښود او تر دې دمه (شپې ۱۲:۲۳ دقیقې) د څلور ساعتونو تېریدو سره لا هم فعاله نه دي.

 

 

 

د فیسبوک ویاند د وټساپ، فیسبوک، مسنجر او انسټاګرام د خدمتونو د قطع کیدو خبر په ټویټر ورکړی دی. هغه ویلي دي چې دوی کوښښ کوي چې زر زر بیرته خدمتونه فعال کړي.

 

وټساپ او انسټاګرام هم د ټویټر له لارې د دوی د خدمتونو د قطع کیدو خبر ورکړی او ویلي يې دي چې زر به یې بېرته فعال کړي.

 

دا لومړی ځل نه دی چې فیسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو خدمات قطع کیږي. په ۲۰۱۹ز کال کې هم فیسبوک خدمات قطع شوي وو او هغه مهال د فیسبوک مشر ویلي وو چې کله هم د دوی خدمات قطع شي نو خلک نورو رسنیو ته مخه کوي او د دې خلکو بېرته باور ترلاسه کول د دوی لپاره یو له ستونزمنو کار دی.

 

د روان کال د مارچ په میاشت کې هم فیسبوک کار پرېښي و خو زر بیا دغه ستونزه حل شو.

Leave a reply