د جماعت اسلامي کراچۍ امیر حافظ نعیم الرحمان وايي، د کراچۍ حق وژل کېږي او دا لوی اقتصادی ښار یو ځل بیا د مافیا په لاس کې ورکول کېږي

0
160

باغی ټی وی رپورټ

د جماعت اسلامي کراچۍ امیر حافظ نعیم الرحمان وايي، د کراچۍ حق وژل کېږي او دا لوی اقتصادی ښار یو ځل بیا د مافیا په لاس کې ورکول کېږي.
په کراچۍ کې د يوې خبري غونډې په مهال حافظ نعيم الرحمان وويل پيپلز پارټۍ د ښار په وسائلو قبضه کړې ده، يو ځل بيا د ښار مشري د ماضي په څير په زوره روانه ده، خو په دغه ښار کې د خلکو د خوښې خلاف کاروائي روانه ده.

هغه وويل ټول پوهيږي چې مونږ په دغه ښار کې پاتې کيږو، اجازه به ورنه کړو چې کراچۍ د سازشونو له لارې ونيول شي.

د جماعت اسلامي کراچۍ امير زياته کړه څوک چې اختيار لري ولې د نشه يي توکو په بندولو کې ناکام دي؟ نېشنل ایکشن پلان کې د فوځ په شمول هر څوک شامل دی.

Leave a reply