بيرسټر علي ظفر په ریمارکس کښې ویلی چې پرويز الهي يواځې د ووټونو په اخستلو وزيراعلي شو، په دې اړه جسټس عاصم وويل وزيراعلي ٢٤ ساعته وخت لري، بايد د ١٨٦ غړو ملاتړ ولري.
باغی ټی وی رپورټ
د لاهور هائي کورټ وايي د پنجاب د اعلی وزير چوهدري پروېز الهي وکيل دې مونږ ته ووايي چې د اعتماد رايې اخستلو لپاره څومره وخت پکار دی، مونږ به يې نېټه وټاکو.
د لاهور هائيکورټ د جسټس عابد عزيز شيخ په مشرۍ کښې پنځه کسيزه بنچ د وزيراعلې له څوکۍ د چوهدري پروېز الهي د لرې کولو په ضد د درخواست اورېدنه وکړه او د لاهور هائي کورټ د جسټس عابد عزيز شيخ په مشرۍ کښې پنځه کسيزه بنچ د وزيراعلې د څوکۍ نه د چوهدري پروېز الهي د لرې کولو په ضد د درخواست اورېدنه وکړه.
د اورېدنې په مهال جسټس عابد عزیز پوښتنه وکړه چې ایا دا مسله نه ده حل شوې؟ په دې اړه د چوهدري پروېز الهي وکيل بيرسټر علي ظفر وويل چې ټولې مسلې به په عدالت کې حل کېږي.
عدالت پوښتنه وکړه چې اوس دريځ څه دی؟ په دې اړه د پنجاب د ګورنر بلیغ الرحمان وکیل وویل چې عدالت ورته کافي وخت ورکړی، د هغه خبره دا وه چې کافي وخت نه دی ورکړل شوی، عدالت ورته د اعتماد رایې اخیستلو لاره هم پرانیستې ده.
جسټس عابد عزيز شيخ ريمارکس ورکړو چې ګورنر، وزيراعلي نه د اعتماد رايې غوښتلې شي، په آخر کې دا په غړو پورې اړه لري چې څوک وزيراعلي شي، کېداى شي يوه نېټه وټاکو. جسټس عاصم حفيظ وويل تاسو ته په داسې ورځو کې د اعتماد رايې اخستلو هر موقع په لاس کې وه چې په دې اړه بيرسټر علي ظفر وويل زه به په دې قانوني نکته بحث وکړم.
بيرسټر علي ظفر وويل پرويز الهي يواځې د ووټونو په اخستلو وزيراعلي شو، په دې اړه جسټس عاصم وويل وزيراعلي ٢٤ ساعته وخت لري، بايد د ١٨٦ غړو ملاتړ ولري.
اټارني جنرل منصور عثمان اعوان عدالت کې دريځ خپل کړى چې وزيراعلي لپاره دگورنر په درخواست درايې اخيستل ضروري دي، دا دگورنر اختيار دى چې وزيراعلي څخه دباعث رايې اخستلو غوښتنه وکړي.
جسټس عاصم حفيظ وئيلي دي چې هيڅ ګوند دې نمبرونو ته لاس اچولو ته تيار نه دي، هر څوک دا سوچ کوي چې اول به څوک دا کار کوي.
اټارني جنرل وويل اوس خبره دمناسب وخت څخه راوتلې ده چې په اړه يې دچوهدري پروېز الهي وکيل بيرسټر علي ظفر وويل چې په ليکلي ډول يې څه نه دي راوړي. لويې څارنوالۍ په ځواب کې وويل چې وزيراعلي د باور رايې اخيستلو ته هيچا نه دي منع کړي، د ليکلو څه اړتيا ده؟
جسټس عابد عزيز شيخ ريمارکس ورکړو چې سمه ده که اتفاق نه شو نو په ميرټ به فيصله کوو.
ياده دې وي چې چوهدري پروېز الهي د پنجاب د ګورنر د لرې کولو نوټيفيکيشن چيلنج کړی وو چې په اړه يې د لاهور هائي کورټ پنځه کسيزه بنچ د دسمبر په 23مه نيټه د نوټيفيکيشن عمل ځنډولی ؤ او د مقدمې اورېدنه يې د جنورۍ تر 11مې نېټې پورې ځنډولې وه. .