طالبان دې د افغانستان ځوانانو ته پاملرنه وکړي: کریم اتل

0
196

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د پخواني حکومت د ولسي جرګې منشي کریم اتل په یو بیان کښې ویلي دي چې د افغانستان اسلامی امارت باید په افغانستان کښې د ځوانانو وړتیاوو ته پاملرنه وکړي ځکه چې ځوانان ددې هیواد راتلونکې دې او کولې شي د قام او ملک لپاره یو ښه راتلونکې جوړ کړي.
ورځپانړه وحدت سره په مرکه کښې کریم اتل اوویل چې ټول افغانان مکلف یو چې خپلو کښې تفاهم ،یووالۍ اوورورولۍ پروسه پیاوړې کړو او د هغوبدو عواملو مخنیوۍ وکړو چې زمونږ د خلقو یووالې پاشي او وطن د ناخوالو دام کښې ګیروي.
اتل اوویل چې طالبان دې په اقتصادي ، سیاسي اجتماعي او نورو برخوکښې د ډیر هنر نه کار واخلي ،هغه بنسټونه چې زمونږ د خلقو د اقتصادي ګټو او پرمختګ باعث کیږي باید تقویه کړي ، کریم اتل اوویل د افغانستان ټول سیاسیون فاسدین، غاصبین او چټل نه دي او باید د پاک او وړ شخصیتونو څخه یو همه شموله حکومت جوړ شي.
نوموړی اوویل چې موازي حکومت د افغانستان او افغان اولس په خیر نه دې او مونږ یو پیاوړي حکومت جوړولو ته اړتیا لرو. دوی اوویل افغان اولس نه غواړي بیا په دې هیواد کښې جنګونه پیل شي ، دوی غوښتنه وکړه چې طالبان باید د خود خواهۍ او شخصي غوښتنو ډډه وکړي.

Leave a reply