فیصل آبادکښې د غلا او په دو ښځو د جنسي تیري پیښه، پولیسو یو تن نیولې دې او پلټې پیل کړي دي

باغی ټي وي رپورټ
فيصل آباد کښي د غلا په دوران کښي د دوه زنانو سره د جنسي تيري پيښه کښي پوليس د غلا او تيري مقدمه درج کړي ده او يو کس ئي ګرفتار کړے دے۔
دپوليسو ترمخه دفيصل اباد ښار په 242 راب کلي کې دغلا په مهال په دوه زنانو جنسي تيرى شوى اؤ دپيښې مقدمه په روښانواله پوليس سټيشن کې د٦ؤ نامعلومو غلو په ضد درج کړل شوې ده.
د پوليس رپورټ ترمخه دولس ورځي وړاندي هم د يو مقامي زميندار په کيمپ کښي د يو کروندګر او د هغه د کورنئ سره د غلا پيښه رامخي ته شوي وه چي پکښي ملزم په دوه زنانو د جنسي تيري هم الزام لګولي وو۔
دپوليسو وياند ترمخه دقتل شوې کورنۍ په لمړي ځل دڅلورو ملزمانو په ضد دغلا شکايت درج کړى ؤ چې په اړه يې مقدمه درج کړې شوې اؤ دښځو ميډيکل هم ترسره شوى دى.د پولیس وینا ده چی د زنانه میډیکل رپورټ تر اوسه نه دی ترلاسه شوی ولی د متاثره کورنئ په شک کښي یو کس نیولی شوی دی ولی د پیښی تحقیقاتو لپاره د ایس ایس پی تحقیقاتی مشر سی پی او لخوا تحقیقاتی ټیم جوړ کړی شوی دی.






