د جماعت اسلامي کراچۍ امير حافظ نعيم الرحمان غوښتنه کړې چې بلدياتي انتخابات دې د فوځ تر څارنې لاندې وشي

0
175

باغی ټي وي رپورټ
د جماعت اسلامي کراچۍ امير حافظ نعيم الرحمان غوښتنه کړې چې بلدياتي انتخابات دې د فوځ تر څارنې لاندې وشي.

په نورحق انسټیټیوټ کې د یوې خبري غونډې پر مهال حافظ نعیم الرحمن وویل چې په کراچۍ کې د جنورۍ په ۱۵ مه بلدیاتی انتخابات کیږي خو حکومت د انتخاباتو د ځنډولو هڅې کوي.حافظ نعیم وویل چې د ایم کیو ایم په اوږه په کار کولو سره پیپلز ګوند د بلدیاتی انتخاباتو نه د تیښتې لاره غوره کوي خو مونږ به دا اجازه نه ورکوو چې صوبائي وزیر ناصر حسین شاه باور ورکړو چې انتخابات به په خپل وخت کیږي.

هغه زیاته کړه چې د کراچۍ په حالاتو کې پیپلز پارټۍ او ایم کیو ایم دواړه شریک دي.د کراچۍ امير جماعت اسلامي د بلدياتي انتخاباتو د پوځ تر څارنې لاندې کولو غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې په ښار کې دې د بدامنۍ ختمولو لپاره رينجرز ته اختيارات ورکړل شي، بلدياتي انتخابات دې په ۱۲۰ ورځو کې وشي خو يو او یو نیم کاله تیر شول.

Leave a reply